د اذربایجان ولسمشر د ترکیې ولسمشر ته د خواخوږۍ او تسلیت پيغام راواستوه

د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف د ترکیې په مختلفو ولایتونو کې په ځنګلونو کې په رامنځته شوو اورلګیدونو له امله د ځاني زیانونو له امله  د تسلیت او ډاډګیرنې پيغام رالیږلی دی.

1682762
د اذربایجان ولسمشر د ترکیې ولسمشر ته د خواخوږۍ او تسلیت پيغام راواستوه

 

د ویلو ده چې په ترکیه کې اوس هم په ۶ ولایتونو کې په ۲۰ نقطو کې اورلګیدنې دوام لري.

د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف ددې اورلګیدونو له امله ولسمشر اردوغان ته د خواخوږۍ او همکارۍ پیغام رالیږلی دی.

د عليوف لخوا په رالیږل شوي‌ پيغام کې راغلي‌ دي‌ چې " ښاغلی ولسمشره ، قدرمنه وروره. پوره باور لرم چې ستاسې په مشرۍ د ترکیې د حکومت لخوا د اوچتو شوو عظیمو ګامونو او مجادلې سره به دا فلاکت او ناورین هر څه ژر تر کنټرول لاندې راشي‌ او تیر به شي.

غواړم چې ووایم چې د اذربایجان حکومت او ملت د تل په څیر نن ورځ هم د ورور ترک ملت تر څنګ ولاړ دی او همکاري‌‌ او هماهنګي‌ مو دوام لري.

د خپل ځان او اذربایجان د خلکو په استازیتوب پدې اورلګیدونو کې ژوند د لاسه ورکوونکو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او کورنیو او خپلوانو او ترک ملت ته د صبر جمیل غوښتنه کوو او د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو. "

د بله پلوه د اذربایجان د ولسمشر سلاکار حکمت جاجیف ویلي‌ دي چې ولسمشر عليوف په ځنګلونو کې د اورلګیدونو د مړولو په خاطر ترکیې ته د مرستې استولو امر کړی دی.

هغه ویلي‌ دي چې  ولسمشر عليوف لومړي‌ وزیر او د بیړنیو حالاتو وزیر ته لازم هدایت کړی دی. د اذربایجان اړوند ادارات د خپلو ترک مخاطبینو سره د تماس په حال کې دي او مرستندویان به هر څه ژر ترکیې ته ورسیږي



اړوند خبرونه