امریکا د افغانستان نه وروسته د عراق نه د محاربوي‌ ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه

امریکا د روان کال تر پایه د عراق نه خپل ټول محاربوي‌ ځواکونه وباسي.

1680780
امریکا د افغانستان نه وروسته د عراق نه د محاربوي‌ ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه

 

 امریکا د افغانستان نه وروسته د عراق نه هم د خپلو محاربوي‌ ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه.

د امریکا ولسمشر جو بایدن تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق د لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي‌ سره د لیدنې نه وروسته خبربالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې امریکا به د روان کال تر پایه د عراق نه خپل ټول محاربوي‌ ځواکونه وباسي. یواځې امریکايي مشاورین او روزونکې به په عراق کې پاتې شي.

هغه وویل سره ددې چې مونږ په عراق کې یو نوي‌ پړاو ته داخلیږو خو بیا هم زمونږ ترمنځه د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې همکاري به په ډیره قوي توګه دوام وکړي.

ځیني‌ شننونکي‌ وايي چې د امریکا لخوا د عراق نه د محاربوي‌ ځواکونو د ویستو سره سره به پدې هیواد کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه امریکايي سرتیرو موجودیت دوام وکړي.

د بایدن لخوا د عراق نه د محاربوي‌ ځواکونو د ویستو پریکړه په اصل کې یو سمبولیک اقدام دی. ددې اقدام نه موخه په عراق کې د لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي‌ د کورنیو سیاستونو  قوي‌ کول دي.

د ویلو ده چې په عراق کې د ایران ملاتړي‌ سیاسي‌ ګوندونه د هیواد نه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو غوښتنه کوي. باید غواړي‌ چې په عراق کې د پخواني‌ ولسمشر جورج ډبلیو بوش لخوا پيل کړې جګړه سږ کال پآیته ورسوي خو ددې ترڅنګ په عراق کې خپل پوځي‌ موجودیت ته هم دوام وکړي.

د عراق لومړي‌ وزیر وویل چې نن د امریکا او عراق ترمنځه اړیکې تر هر وخت ډیرې قوي‌ دي. هغه یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې په عراق کې هیڅ یو تن بهرني‌ سرتیري‌ ته هم اړتیا نشته دی. زمونږ ترمنځه همکاري‌ به په اقتصادي، روغتیايي، پوهنې، کولتور او یو زیات شمیر نورو برخو کې دوام وکړي.

د ویلو ده چې امریکا په ۲۰۱۱ کال کې هم د عراق نه خپل ټول ځواکونه وویستل خو په ۲۰۱۴ کال کې داعش د عراق د لویې برخې د نیولو نه وروسته امریکا یو ځل بیا دې هیواد ته د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په خاطر په زرګونو تنه سرتیري‌ واستول.

امریکا ولسمشر بایدن وویل چې د روان کال تر پایه به د عراق نه ټول محاربوي‌ ځواکونه وباسي او محاربوي‌ ماموریت به پایته ورسیږي



اړوند خبرونه