په چین کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۳۳ تنو ته رسیدلې ده

د چین په مرکزي برخو کې د ډیرو شدیدو بارانونو د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۳۳ تنو ته لوړه شوه.

1678717
په چین کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۳۳ تنو ته رسیدلې ده

 

د چین د شینهوا خبري‌ اژانس د خبر له مخې د هینان په ایالت کې د سیلاونو له امله ۳۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه لا درکه شوي‌ دي.

همداشان تر اوسه پورې ۳۷۶ زره تنه کسان خوندي‌ سیمو ته انتقال شوي‌ دي.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې سیلاونو ۲۱۵ زره او ۲۰۰ هټکاره کرنیزه مځکه وړې او سیلاونو د پام وړ اقتصادي‌ زیانونه هم رامنځته کړي‌ دي.

د هینان ایالت د هوا پیژندنې ادارې په ان یانګ، هیبي شین شیانګ او ګیزو په ښارونو کې د ډیرو شدیدو بارانونو د اورښت اټکل کړی دی.

هوا پیژندنې ادارې د نوموړو ښارونو خلکو ته خبرداری ورکړی دی.

د هینان ایالت په شمال لویدیځ کې د هیوشیان په ښار کې ډیر زورور بارانونه دوام لري.

ځايی مقاماتو ویلي‌ دي چې په سیمه کې ۳۹ زره ۵۸۳ د ژغورنې پرسونل سفربر دي او تر اوسه پورې ۳۷ زره ۹۵۳ تنه خوندي‌ سیمو ته انتقال کړي‌ دي.

همداشان په ځینو ښارونو کې میترو او لویې لارې د اوبو لاندې شوي‌ دي. په زرګونو تنه په میترو لارو کې په موټروانو کې بند پاتې وو. اوبه د خلکو تر سینو نه اوښتې وې.

د بله پلوه په چین کې په یو تونل کې چې ساختماني‌ چارو يي دوام درلود د اوبو لاندې شوې دی.

پدې تونل کې ۱۴ تنو کارګرانو ژوند د لاسه ورکړی دی.


پيوندونه: #سیلاونه , #چین

اړوند خبرونه