فضا ته د سفر په خاطر د ټکټونو په پلورولو پيل شوی دی
د امریکا د انلاین تجارت مشهور شرکت امازون بڼسټګر جیف بیزوس وویل چې شرکت يي بلو اوریژن فضا ته د سفر په خاطر د ټکټونو په پلورولو پيل کړی دی.
د امریکا د انلاین تجارت مشهور شرکت امازون بڼسټګر جیف بیزوس وویل چې شرکت يي بلو اوریژن فضا ته د سفر په خاطر د ټکټونو په پلورولو پيل کړی دی.
هغه ویلي دي چې وار دمخه يي د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت فضا ته د سفر ټکټونه پلورلي دي.
بیزوس دا څرګندونې د فضا ته د سفر د راستنیدو نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.
هغه د امازون د شرکت د ټولو کارکوونکو او مشتریانو نه فضا ته دده سفر مالي امکاناتو د برابرولو له امله مننه وکړه.
هغه وویل چې فضا ته د سفر کولو په خاطر توقعات ډیر لوړ دي او تر ډیره پیمانه پر ځای شوي دي. یو ډیر خوندور سفر او تجربه وه.
هغه وویل چې په راتلوونکي کې فضا ته د سفر په اړه غوښتنې ډیرې زیاتې دي. طلب کچه ډیره لوړه ده. هغه وویل چې بلو اوریژن شرکت په راتلوونکې کې فضا ته د سفرونو د ترسره کولو په خاطر وار د مخه د سل میلیونو ډالرو په ارزښت ټکټونه پلورلي دي.
هغه د ټکټ د بیې په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه او وویل چې په نږې راتلوونکې کې به د بلو اوریژن شرکت له لارې دوه تنه نور هم فضا ته واستوي.
د ویلو ده چې د امازون د شرکت بڼسټګر امریکايي میلیاردر بیزونس او ورسره ۳ تنه نور د بلو اوریژن شرکت لخوا د جوړ شوي د نیو شیپارد په نامه د فضايي بیړۍ سره فضا ته سفر وکړ.
پدې سفر کې د امازون د شرکت د بڼسټر امریکايي میلیاردر سره د هغه ورور مارک بیزوس، ۸۲ کلنې امریکايي پيلوټې والي فونک او د یو بل امریکايي شرکت د خاوند ۱۸ کلن زوی چې د فزیک په برخه زده کړې کوي ملګرتیا کوله.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی