په اتریش کې په امریکايي ډیپلوماټانو کې یوه مبهمه ناروغي لیدل شوې
په اتریش کې ګن شمیر امریکايي ډیپلوماټان په ېوې مبهمې ناروغۍ روږدې شوي دي.
د امریکايي چارواکیو په معلوماتو له مخې د اتریش په پلازمینه ویانا کې د امریکايي ډیپلوماټانو ترمنځه یوه مبهمه ناروغي د خپریدو په حال کې ده .
په ویانا کې تر شلو ډیر امریکايي چارواکي او ډیپلوماټان په یوې مغزي ناروغۍ چې تر اوسه پورې په اړه زیات معلومات نشته اخته شوي دي.
ویل کیږي دا ناروغي د جنوري د میاشت راهیسې پیل شوې وه کې پدې وروستیو کې په ناڅاپي توګه کچه ډیره لوړه شوې ده.
تر شلو ډیر ډیپلوماټان هم پرې اخته شوي دي.
امریکايي متخصصینو د نوموړې ناروغۍ د لامل او تداوۍ د موندلو په خاطر څیړنې او تحقیقات کوي. د امریکايي متخصصینو وینا دا ناروغي کیدای شي. چې د مایکرو وب د وړانګو له کبله پیدا شوي وي.
د ویلو ده چې دا ناروغي د لومړي ځل لپاره د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې په ۱۰۱۶ کال کې لیدل شوې وه.
دا ناروغي انسان ته د سر ګرځیدل، د توازن خرابیدل، د غوږونو کڼیدل په څیر یو شمیر ستونزې بیدا کړي.