په کاناډا کې د هوا د ډیر زیات تودوخي له امله مړینو شمیره د ۸۰۰ تنو نه واوښته
د کاناډا په لویدیځو ایالتونو کې د ډیر زیات تودوخي له امله د مړو شمیره ۸۰۸ تنو ته لوړه شوه.
د کاناډا د برتش کولمبیا ایالت د عدلي طب ادارې ویلي دي چې پدې ایالت کې د هوا د ډیر زیات تودوخي له امله د جون د ۲۵ او جولای د لومړۍ میاشتې ترمنځه د مړو شمیره چې ۷۱۹ تنو وه ۸۰۸ تنو ته لوړه شوې ده.
د یادې شوې ادارې لخوا د خپور شوي بیان له مخې پدې موده کې تر ټولو خونړۍ ورځ د جون ۲۹ مه نیټه وه. پدې نیټه د برتش کولمبیا ایالت د لایتون په کلي کې د هوا تودوخی د سانتي ګریډ په درجه ۴۶ عشاریه ۹ سلنې ته لوړې شوه. دا د کاناډا په تاریخ کې یو ریکارډ وو. یواځې د جون په ۲۹ مه نيټه ۳۰۰ تنو د ډیرې زیات تودوخي له امله ژوند د لاسه ورکړی وو.
په بیان کې راغلي دي چې په برتش کولمبیا ایالت کې په تیرو ۵ کلونو کې پدې موده کې د مړو اوسط شمیره ۱۹۸ تنه وه چې سږ کال ۸۰۸ تنو ته لوړه شوې ده .
د برتش کولمبیا د ایالت د عدلي طب رئسې لیزا لاپاینټ ویلي دي چې د مړو ډیری د پوخ عمر خاوندان دي. دا کسان ډیری په هغه کورونو کې چې هواکش سیستم يي کافي نه وو او په یواځې ځان يي ژوند کولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغې د یاد شوي ایالت پر خلکو غږ کړی دی چې ډیر ژر ژر دې د زړو کسانو خبر واخلي.
د بله پلوه په کاناډا کې د ډیرې زیاتې تودې هوا له امله یو زیات شمیر ځنګلونو کې اورلګیدنې رامنځته شوي دي.