په جرمني کې د سیلاونو له امله ستر فلاکت رامنځته شوی دی
په جرمني کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره د سلو تنو نه واوښته
د جرمني په لویدیځ کې راینلانډ فالتس او شمال کې په رین ویست فالیا په ایالتونو کې د زورورو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاوونو له امله د مړو شمیره ۱۰۰ تنو ته واوښته.
د جرمني خبري اژانس د راینلانډ فالټس د پولیسو د ویاند له قوله لیکلي دي چې پدې ایالت کې د سیلاونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۶۰ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان د شمالي رین ویسټ فالیا په ایالت کې لږ تر لږه ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د راینلانډ فالټس د ایالت د هر وایلر د سیمې سیمه ایزو مقاماتو د سیلاونو له امله د ۱۳۰۰ تنو د لا درکه کیدو نه خبر ورکړی دی. په سیمه کې مخابراتي شبکې فعالیت نکوي او د سلګونو تنو سره اړیکې پرې شوي دي.
د جرمني د سیلاو ځپلو سیمو کې د پلټنو په چارو کې ۸۵۰ تنو سرتیرو هم ګډون کړی دی.
د جرمني په دواړو ایالتونو کې په یو زیات شمیر سیمه کې د سیلاونو له امله کورونه چپه شوي او جادې او سړکان د اوبو لاندې شوي دي.
همداشان په بلجیم کې هم د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۲ تنو ته رسیدلې او ۵ تنه لا درکه شوي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.