امریکا متحده ایالتونو د افغانستان په مسئله کې د ترکیې د مرستو او ملاتړ نه مننه وکړه.
امریکا : د ترکیې نه مننه کوو.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جان کیبري وویل چې د کابل د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر امنیت د په غاړه اخیستو په مسئله کې د ترکیې د مرستو او ملاتړ منندوی یو.
د ویلو ده چې د افغانستان نه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتو د بهیر د پيلیدو سره سم د ټولې نړۍ سترګې د کابل د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر د امنیت مسئلې ته اوښتي دي.
د کابل د نړۍوال هوايي ډګر د فعاله ساتو او امنیت دا دروند مسئولیت ترکیې په غاړه واخیست.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند کیبري په ورځنۍ خبري غونډه کې د مسئلې په اړه وویل چې اوس هم ځیني امریکايي سرتیري د کابل په هوايي ډګر کې میشت دي.د افغانستان نه په کامله توګه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د میشتو امریکايي سرتیرو په مسئلې غور وشي.
هغه وویل " د کابل د هوايي ډګر د امنیت د مسئلې په اړه د ترکیې سره د تماس په حال کې یو. دا چې ترکیې دا دروند مسئولیت د په غاړه اخیستو ته اماده ګي ښودلې ده او پدې برخه کې فداکاري ښودلې ده مونږ يي منندوی یو. "
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ورځنۍ خبري غونډه کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو او امنیتي وضعیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر دوام لري او لویه برخه بشپړه شوې ده . همداشان د کابل د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت په مسئله کې د ترکیې د ساختاري رول او مرستو نه مننه کوو.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی