په هندوستان کې د تندر د غورځیدو په پیښه کې ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

د هندوستان د راجستان او اوتارپرادیش په ایالتونو کې د آسماني  تندر د غورځیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۸ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي  دي.

1673860
په هندوستان کې د تندر د غورځیدو په پیښه کې ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 

د راجستان ایالت د پولیسو یو تن چارواکي  اناند شري واستاو  خبري  رسنیو ته ویلي دي چې په راجستان کې ایالت کې د امبر د قلعه ترڅنګ ۱۱ تنو باندې چې په عسکونو اخیستو بوخت ول تندر غورځیدلی دی.

پدې پيښه کې ۱۱ تنو ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان په راجستان کې په نورو سیمو کې هم د تندر د غورځیدو په نتیجه کې ۹ تنه مړ او تر ۲۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د هندوستان د اوتار پرادیش په ایالت کې هم  د ډیرو زورورو موسمي بارانونو پر مهال د تندر د غورځیدو په پیښو کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د اوتارپرادیش ایالت مقاماتو ویلي دي چې پدې ایالت کې د تندر د لویدو د پیښو قربانیانو سره به نقدي  مرسته وشي.

همداشان د هندوستان د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې د جولای په ۱۳ او ۱۴ مو نيټو به لا زیات تندرونه وغورځیږي.

د ویلو ده چې هر کال د جون او سپټمبر د میاشتو ترمنځه د سویلي اسیا په سیمو کې د موسمي  بارانونه ستر ځاني  او مالي  زیانونه رامنځته کوي.

همداشان په هندوستان کې هر کال په اوسط ډول څه باندې ۲۰۰۰ زره تنه د تندر د غورځیدو په پیښو کې ژوند د لاسه ورکوي.



اړوند خبرونه