په جرمني‌ کې د یوې اونۍ په دننه کې دویم د چړې برید رامنځته شو

په جرمني‌ کې د تیرې یوې اونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره د چړې برید وشو.

1666056
په جرمني‌ کې د یوې اونۍ په دننه کې دویم د چړې برید رامنځته شو

 

د جرمني‌ د فرانکفورت په ښار کې یو تن د چړې په برید کې دوه تنه ټپیان کړل.

پولیسو ویلي دي‌ چې نن د سهار په ساعتونو کې یو تن د چړې سره په خلکو برید وکړ چې په نتیجه کې دوه تنه ټپیان شوي‌ دي.

برید کوونکی د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی. پولیسو د چورلکې په مرسته د برید کوونکي‌ د نیولو په خاطر عملیات پيل کړل.

ویل کیږي‌ برید کوونکی شل کلن وو.

د یادولو وړ ده چې دوه ورځې مخکې هم د جرمني‌‌ د ووستبرګ په ښار کې یو تن په شاوخوا خلکو د چړې برید وکړ چې په نتیجه کې ۳ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول. برید کوونکی وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو.


پيوندونه: #برید , #جرمني

اړوند خبرونه