امریکا په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي
امریکا متحده ایالتونو د عراق او سوریې په پوله کې د ایران پلوه ملیشو په هډو هوايي بریدونه وکړل.
1665795
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویاند جان کیبري خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا بریدونه د امریکا د ولسمشر جو بایدن په امر ترسره شوي دي.
هغه ویلي دي چې په سوریه کې په دوو هدفونو او په عراق کې په یو هدف بریدونه کړي دي. د ویشتل شوو هدفونو نه د ایران پلوي ځواکونو د عملیاتي مرکزونو او د وسلو او مهماتو د ډیپوګانو په توګه کار اخیسته.
هغه ویلي دي د نوموړو هدفونو نه به کله نا کله په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر هډو د ډرون الوتکو بریدونه کیدل.
امریکا دا بریدونه د نړۍوالو حقوقو او مشروع مدافع حق نه په استفادې سره کړي دي.