هندوستان خپل نوی زیرک او تر ټولو پرمختللی توغندی وازمایه

هندوستان نوی نسل د اټومي‌ سرګلولې انتقالونکی زیرک توغندي‌ سیستم په بریالیتوب سره وازمایه.

1666008
هندوستان خپل نوی زیرک او تر ټولو پرمختللی توغندی وازمایه

 

د هندوستان د ملي‌ دفاع وزارت ویلي دي‌ چې ددې وزارت د څیړونو او پراختیا ادارې لخوا جوړ شوی د  ( اګني‌ پي ) په نامه نوی نسل زیرک توغندی چې د اټومي‌ سرګلولې د انتقال ظرفیت هم لري‌ نن سهار په ساعتونو کې د بنګال خلیج د عبدالکلام په ټاپو کې وازمایه.

د اګني‌ پي‌ توغندیو تر ټولو پرمختللي‌ دې توغندي‌ خپل هدف په ډیره بریالي‌ توګه له منځه یوړ.

د ویلو ده چې دا توغندی د ۱۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰ کیلومتره واټنه پورې خپل هدف له منځه وړلی شي.

همداشان توغندی د اټومي‌ سرګلولې د انتقال توان هم لري.



اړوند خبرونه