د کولمبیا د ولسمشر په چورلکې وسله وال برید شوی
د کولمبیا د ولسمشر ایوان دوکه پر هیليکوپټر چورلکې چې د هغه په ګډون ګڼ شمیر جګپوړو چارواکیو پکې سفر کولو ډزې شوي دي.
د کولمبیا د مقاماتو په وینا د ولسمشر دوکه پر هیلیکوپټر د هیواد شمال ختیځ کې د کاتاتومبو سیمې ته د سفر پر مهال په لاره کې وسله وال برید شوی دی.
پدې برید کې ولسمشر دوکه او ورسره مل هیئت ته هیڅډول زیان ندی اوښتی.
ویل کیږي د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل شوي دي.
د کولمبیا ولسمشر ایوان دوکه د نوموړي هیواد د کوکوتا په سرحدي ښار کې د چورلکې نه د ښکته کیدو نه سمدلاسه وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ. هغه وویل چې چورلکه د ښکته کیدو پر حال کې وه چې پرې وسله وال برید وشو.
هغه وویل چې له نیکه مرغه پدې برید کې د هغه په ګډون هیچا ته زیان ندی اوښتی.
هغه وویل چې د چورلکې لوړ ظرفیت او کیفیت د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیوله.
هغه وویل چې حقیقت دادی چې د ولسمشر په چورلکې برید شوی او د مرمیو نښې او نښانې پکې شتون لري.
هغه وویل چې دا ډول بریدونه د نشه يي توکو د قاچاق او وسله والو سازمانونو پر خلاف زمونږ د مبارزې مخه نیولی نشي . زمونږ مبارزه به د قوي ارادې سره دوام وکړي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.