په امریکا کې د یوې ۱۲ پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو له امله ۹۹ تنه لا درکه شوي‌ دي

د امریکا د فلوریډا په ایالت کې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ چپه شوه

1664531
په امریکا کې د یوې ۱۲ پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو له امله ۹۹ تنه لا درکه شوي‌ دي

د امریکا متحده ایالتونو په  فلوریدا ایالت  کې د یوې ۱۲ پوړیزې ودانۍ  د چپه کیدو له امله  ۹۹ تنه  لا درکه شوي‌ دي.

د فلوریډا ایالت اړوند د میامي‌ بیچ ساحل په لس کیلومترۍ کې د سورف ساید په سیمه کې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ  یوه برخه چپه شوه.

 د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې په چارو پيل وشو. د ژغورنې ډلو تر اوسه پورې د درې تنو مړي  موندلي دي . همداشان ۹۹ تنه نور لا درکه شوي‌ دي.

سیمه ایزو مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې دا پيښه د شپې د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې رامنځته شوه.

په سیمه کې د یوې ۱۲ پوړیزې ودانۍ یوه لویه برخه چپه شوه.

په سیمه کې د ژغورنې عملیات  دوام لري‌ . سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي‌ چې کیدای شي‌ چې د مړو شمیره لوړه شي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن په سیمه کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

د فدرال ادارې سره د مرستې امر کړی دی.



اړوند خبرونه