په جرمني کې د چړې په برید کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جرمني کې د چړې په برید کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د جرمني د ووتسبرګ په ښار کې یو تن د چړې سره په لاره کې پر روانو خلکو برید وکړ چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ووتسبرګ پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن چې په چړې سمبال وو د بارباروسا په میدان کې په لاره کې پر روانو خلکو د چړې برید کړې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی نیولی دی.
ځايي رسنیو ویلي دي چې برید کوونکی د پولیسو لخوا په خپو د ویشتل کیدو نه وروسته نیول شوی دی.
د برید نه وروسته سیمه د پولیسو لخوا محاصره شوې ده . د پیښې ځای ته یو زیات شمیر امبولانسونه او پولیس استول شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې برید د یو ۲۴ کلن سومالیايي ځوان لخوا شوی دی.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.