په چین کې په ښوونځي‌ کې اورلګیدنې ګن شمیر کسان ووژل

په چین کې په یو ښوونځي کې د اورلګیدنې له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1664607
په چین کې په ښوونځي‌ کې اورلګیدنې ګن شمیر کسان ووژل

 

د چین د هنان ایالت اړوند شانګکیو  په ښار کې په یو ښوونځي‌ کې اورلګیدنه رامنځته شوه.

د یاد شوي‌ ښار سیمه ایزو مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې اورلګیدنه د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوه.

په اورلګیدنه کې د زده کوونکو په ګډون ۱۸ تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي‌ دي. همداشان د ټپیانو نه د ۴ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.

ویل کیږي د اورلګیدنې پر مهال په ښوونځي‌ کې ۳۴ تنو زده کوونکو شتون درلود.

د اورلګیدنې لامل معلوم ندی. د پيښې په اړه د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړ شوی دی.

همداشان د ښوونځي‌ مسئولین هم نیول شوي‌ دي. 



اړوند خبرونه