د امریکا لوی درستیز: طالبانو په افغانستان کې ۸۱ ولسوالۍ نیولي دي
د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز ستر جنرال مارک میلي وویل چې طالبانو په افغانستان کې ۸۱ ولسوالیو مرکزونه نیولي دي
د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز ستر جنرال مارک میلي وویل چې طالبانو په افغانستان کې ۸۱ ولسوالیو مرکزونه نیولي دي. ددې ولسوالیو کنټرول د طالبانو په لاس کې دی.
هغه دا څرګندونې د امریکا د استازو مجلس د وسله والو ځواکونو په کمیټه کې وکړې.
هغه وویل چې طالبانو د افغانستان د ۴۱۹ ولسوالیو نه د ۸۱ ولسوالۍ نیولي دي او د خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
هغه وویل چې ددې ولسوالیو نه څه کم ۵۰ ولسوالیو کنټرول د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په لاس کې وو خو پاتې څه باندې ۳۰ ولسوالۍ د تیرو دوو میاشتو په دننه کې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو تشکیل اوس هم ۳۰۰ زره دی. د اردو او پولیسو شمیره ۳۰۰ زره دی.
هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان نه په کامله توګه د امریکايي ځواکونو د وتو په صورت کې په هیواد کې د کورنۍ جګړې نه نیولی تر سیاسي بحرانه پورې هر څه ممکن دي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د پریکړې له مخې امریکا د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱ مې نیټې ددې هیواد نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو امر کړی دی.
امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو۵۰ سلنه د ویستو چارې بشپړې کړي دي .