امریکا متحده ایالتونو د ایران د دولتي تلویزیون او پلوي تلویزیونونو انټرنټ پاڼې وتړلې.
امریکا د ایران د دولتي تلویزیون اړوند ۳۳ انټرنټ پاڼې وتړلې
د امریکا د عدلیې وزارت د ایران د دولتي تلویزیون اړوند په انګلیسي او عربي ژبه نشرات کوونکو تلویزیونونو انټرنټ پاڼو د تړولو نه خبر ورکړ.
د امریکا د عدلیې وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې " نن د محکمې د پریکړې له مخې د ایران د راډیو تلویزیون د ټولنې اړوند ۳۳ انټرنټ پاڼې او کتایب حزب الله د ډلې اړوند ۳ انټرنټ پاڼې وتړل شوې . نوموړي انټرنټ پاڼې د امریکا لخوا پر ایران د لګول شوو تحریمونو نه د سرغړونې په تور تړل شوي دي."
په بیان کې راغلي دي چې د ایران د راډیو تلویزیون ټولنه د سپاه پاسداران د ځواکونو لخوا د اداره او مدیریت کیدو له امله د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر به ۲۲ مه نيټه د امریکا د بهرنیو شتمنیو د محافظت د ادارې لخوا د بندیزونو په لست کې شامله شوې وه. پدې لست کې شامل شوي موسسات او ادارات د اجازې د اخیستو نه پرته انټرنټي فعالیت حق نلري.
په بیان کې راغلي دي چې د ایران د راډیو تلویزیون ټولنه ددې سربیره د امریکا د ټاکنو په اړه د ناسمو معلوماتو د نشرولو په تور هم تورنه ده. د امریکا لخوا تړل شوي انټرنټ پانو پرته د اجازې د اخیستو په غیرې قانوني توګه فعالیت کولو.
د ویلو ده چې امریکا د ایران د دولتي راډیو تلویزیون اړوند په انګلیسي ژبه نشرات کوونکي د پرس ټي وي ، په عربي ژبه نشرات کوونکي د العالم ټي وي او په یمن کې د حوثي یاغیانو اړوند د المصیره تلویزیون اړوند انټرنټ پاڼې تړلي دي.