امریکا د کاتولیک کلیسا په ښوونځیو کې د لا درکه شوو ماشومانو په اړه تحقیقات کوي
د کاناډا نه وروسته امریکا هم د کاتولیک کلیسا په ښوونځیو کې د لا درکه شوو ماشومانو په اړه د تحقیقاتو د پيلولو نه خبر ورکړ
په کاناډا کې د کاتولیک کلیسا اړوند په لیلیه لرونکي ښوونځي کې د ۲۱۵ تنو بومي کاناډايي ماشومانو د مړو د هډوکو ، نښو او نښانو د موندل کیدو نه وروسته داځل امریکا د کاتولیک کلیسا اړوند په لیلیه لرونکو ښوونځیو کې د لا درکه شوو ماشومانو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
د امریکا د کورنیو چارو وزیرې پدې ښوونځیو کې د لا درکه شوو ماشومانو په اړه د څیړونو د پيلولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا د کورنیو چارو وزیرې ویلي دي چې په امریکا کې د کاتولیک کلیسا په ښوونځیو کې د ځايي او بومي امریکايي ماشومانو د لا درکه کیدو د تفتیش میکانیزم غواړي چې یو ځل بیا تر کنټرول نه تیر کړي. د لا درکه شوو ماشومانو په اړه به حقیقتونه په ډاګه کړو .
هغې وویل چې امریکا د لومړي ځل لپاره دا څیړنې ترسره کوي.
په امریکا کې به د کاتولیک کلیسا په ښوونځیو ، د ښوونځیو په لیلیو، د ښوونځیو اړوند په هدیرو ، د زده کوونکو نومونه ، قومونه او ټول ثبت او راجستر شوي اسناد به وڅیړل شي.
هغې وویل چې د لسګونو کلونو په دوران کې په لسګونو زره تنه د امریکايي اصلي اورسیدونکو ماشومان د هغوې نه په زور سره جلا شوي او پدې لیلیه لرونکو ښوونځیو کې ځای په ځای شوي دي.
مونږ باید ټول هغه څه چې د دې کورنیو سره شوي دي په ډاګه کړو. سره ددې چې دا کار اسانه ندی خو مونږ باید ماضي کې ترسره شوې اشتباهاتو د جبران په خاطر دا ګام اوچت کړو.
هغې دا څرګندونې د امریکا د اصلي اوسیدونکو په کانګره کې په خپله وینا کې وکړې. هغې وویل چې پدې اړه به راپور جوړ او د ۲۰۲۲ کال تر اپریل میاشت به نهايي شي او خپور شي.