امریکا : ترکیې د کابل د هوايي ډګر امنیت ساتلو خبره ومنله

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جان کیبري وویل چې ترکیې په افغانستان کې  د پاتې کیدو او د کابل د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت مسئولیت د په غاړه اخیستو  ومنل .

1662516
امریکا : ترکیې د کابل د هوايي ډګر امنیت ساتلو خبره ومنله

 

کیبري‌ په ورځنۍ خبري‌ غونډه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې په په افغانستان کې روان وضعیت د نږدې نه څاري او امریکا د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو په نیټه کې کوم بدلون ندی راوستی.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې تیره ورځ د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار  او  امریکا د دفاع وزیر لویډ استین  ترمنځه په ټیلیفوني‌ خبرو کې د کابل د هوايي ډګر د مسئلې په اړه کوم تفاهم او وشو او که نه ؟ وویل ، دا ټیلیفوني خبرې  په اصل کې تیره اونۍ په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې په چوکاټ کې د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو د لیدنې په دوام کې ترسره شوې  خبرې وې.

هغه وویل چې ترکیې د کابل د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت د ټینګښت مسئولیت په غاړه اخیستی دی او دا خبره يي‌ منلې ده  خو تر اوسه پورې جزیات معلوم شوي‌ ندي‌ او پر جزیاتو يي کار روان دی.

ډیر څه شتون لري‌ چې باید وشي. ترکیه ددې مسئولیت د په غاړه اخیستو په برخه کې د امریکا او نړۍوالې ټولنې د قوي‌ مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي چې پدې مسئلې هم کار روان دی.

ترکیه وایي چې ددوې سره باید مرسته وشي.



اړوند خبرونه