په امریکا کې په ټرافیکي‌ پیښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په امریکا متحده ایالتونو کې په یوې ټرافیکې پیښه کې د ۹ تنو ماشومانو په ګډون لسو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

1661827
په امریکا کې په ټرافیکي‌ پیښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 

د امریکا  د الاباما په ایالت کې  زنځیري‌ ټرافیکي پيښه رامنځته شوه چې په نتیجه کې ۱۸ موټرې د یو بل سره وجنګیدې.

سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي‌ چې دا ټرافیکي پيښه د الاباما ایالت په لویه لاره کې رامنځته شوې ده .

په پيښه کې د ۹ تنو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . د وژل شوو ماشومانو عمرونه د ۴ او ۱۷ کلونو  ترمنځه ښودل شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ دا پيښه په سیمه کې د زورور بارانونو او مځکښویدنې  په نتیجه کې په لویه لاره کې  په خټو کې د موټر د خویدو له امله رامنځته شوې ده .

د امریکا د ملي‌ ټرانسپورت د خوندیتوب ادارې ویلي‌ دي‌ چې د پيښې د څیړولو په خاطر يي سیمې ته څیړونکې ډلې استولي‌ دي.



اړوند خبرونه