سپینه ماڼۍ : د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو په اړه د اردوغان او بایدن تر منځه تفاهم شوی دی

سپینې ماڼۍ ویلي دي‌ چې د اردوغان او بایدن په لیدنه کې د کابل د نړۍوال هوايي ډګر د مسئلې په اړه په عمومي‌ ډول تفاهم شوی دی.

1660304
سپینه ماڼۍ : د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو په اړه د اردوغان او بایدن تر منځه تفاهم شوی دی

 

سپینې ماڼۍ د جون په ۱۴ مه نیټه په بروکسل کې ولسمشر اردوغان او ولسمشر بایدن  په لیدنه کې د کابل د هوايي ډګر د مسئلې په اړه په عمومي‌ ډول تفاهم ته رسیدلي‌ دي‌ او ولسمشر بایدن به ددې پروسې نه ملاتړ وکړي.

د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د دې لیدنې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي‌ دي.

هغه چې د ولسمشر اردوغان او بایدن ترمنځه په لیدنه کې شتون درلود ویلي‌ دي‌ چې ،  د اردوغان او بایدن ترمنځه په لیدنه کې د اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو د سیستم په مسئلې هم خبرې وشوې. پدې مسئله کې دواړه خواوې کوم حل ته ونه رسیدل خو ددې مسئلې په اړه يي د مذاکراتو د دوام تعهد وکړ.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې د افغانستان نه په کامله توګه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته د کابل د هوايي ډګر د امنیت په مسئلې خبرې وشوې. ولسمشر اردوغان د ترکیې لخوا د کابل د هوايي‌ ډګر د امنیت د ساتلو لپاره البته چې د بعضو مرستو غوښتنه وکړه. بایدن ورسره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

دواړو مشرانو ددې مسئلې په اړه د نهايي پلان د جوړولو په خاطر خپلې کاري‌ ډلې په دنده وګمارلې .

د ولسمشر اردوغان او ولسمشر بایدن ترمنځه په لیدنه کې د کابل د هوايي ډګر د امنیت مسئولیت ترکیې ته د سپارولو په برخه کې تفاهم  وشو. دا چې اوس به دا پلان څه ډول عملي‌ شي‌ پدې خبرې روانې دي.

سالیوان وویل پوره باور لري‌ چې ترکیه دا مسئولیت په ډیره ښه توګه پر ځای کولی شي.

هغه وویل چې امریکا د طالبانو لخوا د کابل په شاوخوا کې پر ډیپلوماتیک او امنیتي‌ برخو د برید کولو په اړه جدي‌ اندیښنه لري.

ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو په برخه کې ښه تجربه او ظرفیت نه خاوند دي.



اړوند خبرونه