د جرمني په پلازمینه برلین کې په روانو مظاهرو کې په لسګونو تنه پولیس ټپیان شول.
په برلین کې د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځه په نښته کې په لسګونو تنه پولیس ټپیان شوي
په برلین کې افراطي کین اړخه ډلې چې د اوږدې مودې راهیسې د فردریش شاین په سیمه کې یوه ستره ودانۍ اشغال کړې ده پدې ودانۍ کې د اورلګیدنې تطبیقاتو ته ترسره کولو ته اجازه نه ورکوله.
څه باندې ۲۰۰ تنو قهرجنو افراطي کین اړخو مظاهره کوونکو نوموړې ودانۍ ته د غځیدلې ټولې لارې وتړلې او د موټر ټایرونو ته يي اور ورته کړ.
وروسته پولیسو د نوموړو د خورولو او لارو د خلاصولو په خاطر مداخله وکړه.
د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځه اخوډب رامنځته شو.
مظاهره کوونکو پر پولیسو د تیګو او بوتلونو سره په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه پولیس ټپیان شول.
د ویلو ده چې کین اړخو تند لارو د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې هم همدا ودانۍ اشغال کړې وه چې وروسته د پولیسو لخوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ودانۍ تخلیه کړې شوه.
د بله پلوه د دې ودانۍ مالک د اشغال کوونکو تند لارو پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا کړې ده. د محکمې بهیر يي روان دی.