ناټو: د کابل د هوايي ډګر په ګډون د مهمو تاسیساتو د امنیت په اړه امریکا او ترکیه د تماس په حال کې دي
ستولتنبرګ : د افغانستان د هوايي ډګرونو په ګډون د مهمو تاسیساتو د امنیت په اړه د امریکا او ترکیې په ګډون د ناټو غړي هیوادونه د تماس په حال کې دي
د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ وویل چې د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو په څیر د ناټو سازمان بعضې غړيو هیوادونو ترمنځه په افغانستان کې د هوايي ډګرونو په څیر د مهمو بڼسټونو د امنیت د مسئلې په اړه په مستقیمه توګه د مذاکراتو او تماس په حال کې دي.
ستولتنبرګ دا څرګندونې د ناټو سازمان د مشرانو د سرمشریزې د پيلیدو نه مخکې په بروکسل کې د ناټو سازمان د عمومي قرارګاه په مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې نن پدې سرمشریزه کې په خپلو اړیکو کې نوی باب پرانیزو. په ننۍ سرمشریزه کې به د ناټو سازمان مشران مهم تصامیم ونیسي . همداشان د روسیې او چین په اړه به هم بعضې تصامیم ونیول شي.
ستولتنبرګ وویل چې د ناټو او روسیې ترمنځه اړیکې د سړې جګړې نه راپدیخوا تر ټولو په ټیټه کچه کې قرار لري. ټر ټولو خړې شوي دي.ددې خبرې اصلي لامل هم د روسیې بریدګر دریځ او چلند دی. پوره باور لرم چې د ناټو سازمان غړيو هیوادونو مشران به د روسیې په مقابل کې د ډیالوګ ترڅنګ قوي دفاعي دریځ تایید کړي.
هغه وویل چې د چین سره د چاپیریال د بدلون او وسلو د کنټرول په مسئله کې باید کار وشي خو د چین لخوا د پوځي پلوه د ځان پیاوړي کول، د هرې ورځې په تیریدو سره د نفوذ د کچې لوړول او فشارونو ډیرول زمونږ امنیت د بعضو ننګونو او ازمایښتونو سره مخامخ کړی دی. د همدې امله د ناټو سازمان په توګه باید پدې اړه په ګډه تصامیم ونیسو.
ستولتنبرګ په افغانستان کې د ناټو سازمان د پوځي ماموریت د پایته رسولو د پریکړې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، ناټو سازمان به په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پایته رسولو نه وروسته هم د افغان پوځ نه ملاتړ ته دوام ورکړي. د افغانستان د پوځ نه مالي ملاتړ ته به هم دوام ورکړو.
همداشان هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د هوايي ډګرونو په څیر د مهمو تاسیساتو د امنیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، دا چې د کابل د هوايي ډګر امنیت به څه ډول خوندي وساتل شي پډې اړه د امریکا او ترکیې په ګډون د ناټو سازمان د ځینو غړیو هیوادونو ترمنځه مذاکرات او تماسونه دوام لري. دا مسئله هم افغانستان، هم د ناټو متحدینو او هم پدې هیواد کې ډیپلوماتیک موجودیت او مرستو د دوام له پلوه ځانګړی اهمیت لري.