د ترکیې او فرانسې ولسمشران په بروکسل کې لیدنه کوي

د ترکیې او فرانسې ولسمشران به د ناټو سرمشریزې د پیلیدو نه مخکې لیدنه وکړي.

1655776
د ترکیې او فرانسې ولسمشران په بروکسل کې لیدنه کوي

د ترکیې او فرانسې ولسمشران به د ناټو سرمشریزې د پیلیدو نه مخکې لیدنه وکړي.

دا خبره د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون وکړه.

د فرانسې ولسمشر ماکرون ویلي‌ دي‌ چې د ناټو سازمان د سرمشریزې د پيلیدو نه مخکې به د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي. هغه وویل چې پډې لیدنه کې به د ناټو سازمان، سوریې، لیبیا، ختیځې مدیترانې، قره باغ  او په فرانسه کې تند لارې اسلامپالۍ پر خلاف د مبارزې په مسئلو خبرې وکړي.

ماکرون ویلي‌ دي‌  چې  د ولسمشر اردوغان سره د فکري اختلافاتو د درلودو سره سره مجبور دی چې لیدونو کتنې ته دوام ورکړي.

ماکرون دا څرګندونې د فرانسې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې خبري‌ غونډې ته وکړې.

هغه دلته چې د ناټو سازمان د سرمشریزې د پيلیدو نه مخکې غواړي چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي.

هغه وویل چې دا به یو ډیر ښه او مثبت ګام وي ځکه چې د یو بل سره لیدنې او خبرو ته اړتیا لرو.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ددې لیدنې غوښتنه کوم لوري‌ کړې ده ؟ وویل ، دواړو لورو. هغه زیاته کړه چې د ولسمشر اردوغان سره د فکري‌ پلوه د اختلافاتو د درلودو سره سره  د یو بل سره خبرو او لیدنې ته باید دوام ورکړو.



اړوند خبرونه