په هندوستان کې د کرونا ویروس له امله ورځني ځاني تلفاتو شمیره ۶ زرو تنو نه واوښته
په هندوستان کې د کرونا ویروس له امله د ورځني ځاني تلفاتو شمیره د ۶ زرو تنو نه واوښته او نړۍوال ریکارټ يي جوړ کړ.
1655337
په هندوستان کې د کرونا ویروس له امله د ورځني ځاني تلفاتو وروستي ارقام اعلان شول. پدې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۱۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې هندوستان د نوي ډول کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ د دویمې څپې د ډیرو سختو اغیزو لاندې قرار لري. پدې هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ورځني ځاني تلفاتو شمیرې په نړۍ کې ریکارټ جوړ کړ.
د هندوستان د روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۴زره او ۵۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
همداشان پدې هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۲۹ میلیونو نه اوښتې ده .
همداشان په هندوستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۵۹ زره او ۶۷۶ تنو ته لوړه شوې ده .