په انګلستان کې د افریقايي‌ وګړو د حقونو مدافع  ساشا جانسون مرګونی برید شوی دی.

په لندن کې د افریقايي‌ وګړو پر مدافع وسله وال برید شوی

1644727
په انګلستان کې د افریقايي‌ وګړو د حقونو مدافع  ساشا جانسون مرګونی برید شوی دی.

 

په انګلستان کې د افریقايي تباره انګلیسانو لخوا جوړ شوي‌ د نوښت وکړه ګوند لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د افریقايي وګړو د حقونو پر مدافع میرمن ساشا جانسن باندې په پلازمینه لندن کې خونړی برید شوی دی.

هغه په سر په مرمۍ ویشل شوې ده چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې قرار لري.

میرمن ساشا ۲۶ کاله عمر او دوو اولادونو مور ده چې روغتیايي حالت يي ښه ندی.

د ویلو ده چې میرمن ساشا ددینه وړاندې ډیر زیات تهدیدونه ترلاسه کړي‌ وو چې نن سهار پرې دا برید شوی دی.

نوموړې ۲۶ کلنې تیر کال په انلګستان کې د افریقایانو ژوند قیمتي‌ دی تر شعار لاندې پراخه مظاهرې جوړې کړې وې.

نوموړې ددې مظاهرو پر مهال ډیر زیات شهرت وموند. پولیسو د هغه د نږدې دوستانو او خپلوانو د مرستې غوښتنه کړې ده .

په لندن کې د پولیسو یو تن مشر خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د میرمن ساشا د روغتیا لپاره دعاء کوو. تر اوسه پورې د تحقیقاتو په پيل کې قرار لرو.

هغه وویل چې د اړتیا په صورت کې به د سیمې د امنیتي‌ کمرو فلمونه او د هغې موټر کمرې فلم ته هم مراجعه وکړي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې میرمن ساشا د بیړني‌ مراقبت په څانګه کې تر تداوۍ لاندې قرار لري.


پيوندونه: #انګلستان , #افریقا

اړوند خبرونه