هندوستان د کرونا ویروس نه وروسته زورور توپان سخت وځپه.

په هندوستان کې د قوي‌ توپان او سیلاونو له امله په لسګونو تنو ژوند دلاسه ورکړی او په لسګونو تنه لا درکه شوي‌ دي

1641422
هندوستان د کرونا ویروس نه وروسته زورور توپان سخت وځپه.

 

هندوستان چې پدې وروستیو کې د کرونا ویروس له امله ډیر سخت اغیزمن شوی دی داځل د ډیر سخت توپان وځپه. په هندوستان کې د توپان له امله چې سرعت يي په ساعت کې ۱۶۰ کیلومتره وو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د توپان سره سم شدیدو بارانونو په نتیجه کې سیلاونه هم راوتلي‌ دي. همداشان دې توپان او سیلاونو پدې هیواد کې د کرونا د واکسین پروګرام هم سخت اغیزمن کړی دی. په ډیرو زیاتو سیمو کې د واکسین پروګرام په ټپه دریدلی دی.

د بله پلوه د هندوستان د دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې  چې د ممبي په ساحل کې د انرژۍ د شرکت یو کښتۍ چې ۲۷۳ تنه پکې سپاره ول لا درکه شوې ده .

دفاع وزارت ویلي دي‌ چې  لادرکه شوې کښتۍ موندل  شوې او  ۱۷۷ تنه پرسونل يي ژغورل شوی دی. په سیمه کې عملیات دوام لري.

د ویلو ده چې دا توپان او سیلاونه په هندوستان کې د عمان سمندر سره په سواحلو کې په پرتو سیمو کې رامنځته شوی دی.

دا توپان د ممبي ښار سویل لویدیځ لوري‌ ته په ۱۶۰ کیلومترۍ کې په پرتو سیمو کې رامنځته شوی دی.

توپان تر ټولو زیات د هندوستان د کیرالا، ګوا او مهاراشترا په ایالتونو کې زیانونه رامنځته کړي‌ دي.

دې توپان د ځاني زیانونو سربیره ډیر زیات مالي‌ زیاتونه هم رامنځته کړي‌ دي.

همداشان د توپان له امله د سمندري‌ سترو څپو له امله اوبه په استوګنځایونو راوښتي‌ دي.

په ډیرو زیاتو سیمو کې د برښنا جریان پرې شوی دی.

په ډیری سیمو کې د اوبو کچه د یو متر  نه لوړه شوې ده . د بله پلوه یو زیات شمیر الوتکې چې د ممبي هوايي ډګر کې د کیناستو پر ځای نورو ښارونو هوايي ډګرونو ته استول شوي‌ دي.

همداشان د هندوستان د ګجرات په ایالت کې هم  دې توپان او سیلاونو ستر زیانونه رامنځته کړي‌ دي.

د هندوستان د هوا پيژندنې ادارې ویلي‌ اټکل شوی دی چې نن شپه ګجرات ته یو بل ستر توپان چې سرعت يي په ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره اټکل شوی دی راورسیږي.

د ګجرات ایالت مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې تیره شپه يي‌هم د سمندر په څنډو کې میشت ۱۵۰۰ تنه خوندي‌ سیمو ته تخلیه کړي‌ دي.

همداشان په سیمه کې د تخلیو چارو سربیرو قوي‌ تدابیر نیول شوي‌ دي.


پيوندونه: #توپان , #هندوستان

اړوند خبرونه