د ایران او اذربایجان په پوله کې پر اذربایجاني‌ سرتیرو برید شوی

د اذربایجان او ایران په پوله کې  د نشه يي‌ توکو د قاچاق وړونکو په برید کې د اذربایجان دوه تنه سرتیري‌ په شهادت رسیدلي‌ دي.

1640121
د ایران او اذربایجان په پوله کې پر اذربایجاني‌ سرتیرو برید شوی

 

د اذربایجان د پولو نه د ساتنې د ادارې د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې

د یاردیم لي ولایت د جیندرلي‌ کلي‌ په مربوطاتو کې یوې ډلې د نشه يي‌ توکو قاچاق وړونکو چې د ایران نه د اذربایجان خاورې ته د تیریدو هڅه کوله د اذربایجان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه نښته شوې ده .

د نشه يي‌ توکو قاچاق وړونکو د اذربایجان د پوله ساتو د اخطار سره سره اذربایجان لورې ته د اوښتو هڅه کوله او په ډزو يي لاس پورې کړ.

د قاچاق وړونکو په برید کې دوه تنه سرتیري‌ ټپیان شول چې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د قاچاق وړونکو نه یو تن د امنیتي‌ ځواکونو لخوا نیول شوی دی او دوه تنه نور يي تښتیدلي‌ دي. نیول شوی قاچاق وړونکی د ایران وګړی دی.

همداشان د نوموړي‌ قاچاق وړونکو سره ۱۰ کیلوګرامه نشه يي مواد هم نیول شوي‌ دي.

اذربایجان د پيښې په اړه ایران لورې ته هم خبر ورکړی دی او د تښتیدلو قاچاق وړونکو د نیولو په خاطر هڅې دوام لري.



اړوند خبرونه