په چین کې توپان په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د چین په منځنیو او ختیځو برخو کې د زورورې بړبړکۍ او توپان په نتیجه کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1639741
په چین کې توپان په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 

د چین مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې تیر ماښام د ۷ بجو پر مهال د سینانګسو ایالت اړوند د شینګزي او د ماسخوتن په ۸ بحو او ۴۰ دقیقو بیا د هوبي‌ ایالت اړوند په ووهان کې زوروره بړبړکۍ او توپان رامنځته شو.

په ووهان ښار کې د توپان شدت او سرعت په ساعت کې ۸۶ کیلو متره وو . په ووهان کې توپان لږ تر لږه  تنه وژلي‌ او ۲۱۸ تنه نور يي ټپیان کړي‌ دي.

په ووهان کې ددې توپان په نتیجه کې ۲۷ کورونه په کامله توګه نړیدلي او ۱۳۰ کورونو ته ډیر ستر زیان اوښتی دی.

همداشان توپان په ووهان ښار کې د برښنا شبکو ته ستر زیان رسولی دی. نږدې ۲۷زره کورونو باندې برښنا پرې شوې ده.

همداشان چارواکیو ویلي دي چې د شینګزي په ښار کې د توپان له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۴۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پدې ښار کې د توپان په نتیجه کې یو زیات شمیر فابریکو زیان رسیدلی او د ښار په لویه برخه کې برښنا پرې شوې ده .

به دواړو ښارونو کې د پلټنې عملیات دوام لري. د ځاني‌ تلفاتو شمیره کیدای شي‌ چې بدلون ومومي.


پيوندونه: #مرګ ژوبله , #توپان , #چین

اړوند خبرونه