د امریکايي سناتور لخوا د فلسطین په مسئله کې د بایدن پر حکومت مهم غږ
د امریکايي سناتور برني سینډرز د حکومت نه د فلسطین په اړه د خپلو سیاستونو د بدلولو غوښتنه وکړه.
سینډرز وویل چې امریکا باید د اسرائیل د استبدادي سیاستونو په مقابل کې خپلو سیاستونو کې بدلون راولي او بې طرفي غوره کړي. امریکا باید د فلسطین او اسرائیلو ترمنځه په کامله توګه بې طرفي خپله کړي.
هغه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په لیکلي یوې مقاله کې د اسرائیلو د وروستیو بریدونو په اړه ویلي دي چې امریکا باید د منځني ختیځ په اړه بې طرفه سیاست غوره کړي.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د کلونو کلونو راهیسې اسرائیل او فلسطین ترمنځه په نښتو کې او جګړه کې مونږ د یوې خبرې شاهدي کوو چې هغه هم د امریکا لخوا د اسرائیل نه د خپل ځان نه د مشروع دفاع حق خبره ده. هغه ویلي زه پوښتنه کوم چې ایا د فلسطین د ځان نه د مشروع دفاع حق چیرته دی؟ ولې د حکومت نه دا پوښتنه نکیږي. او یا ولې د اسرائیل او فلسطین ترمنځه په نښته کې د فلسطین له لورې پر اسرائیلو توغول شوي راکټونه او بریدونه لیدل کیږي او د اسرائیلو په بریدونو سترګې پټیږي؟
سینډرز ویلي دي چې البته د حماس له لورې پر اسرائیل ترسره کیدونکي راکټي او توغندیز بریدونه د منلو وړ ندي خو ننۍ نښتې او بریدونه ددې راکټونو له امله نده پیل شوې . ددې نښتې لامل دا راکټي بریدونه ندي.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل د بیت المقدس د شیخ جراح په سیمه کې فلسطیني وګړي په زور سره د خپلو کورونو نه ویستل کیږی او دا کسان لا په اسانه توګه د خپلو کورونو نه د ویستو په خاطر طرحه شوی سیاسي سیستم. همداشان دا خلک د اوږدو کلونو راهیسې د تهدید لاندې ژوند کوي.
پدې وروستیو اونیو کې افراطي ډلو فلسطیني وګړي د خپلو کورونو نه د شړولو او ددې یرغل د لا اسانولو په خاطر حالات ښه پسې خړ او خراب کړل. له بده مرغه چې دا مسئله په تراژدیک ډول سره د سیاسي او اقتصادي فشارونو یوه پارچه ده.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د فلسطین د لومړي وزیر نتنیاهو حکومت د فلسطینیانو پر وړاندې د تبعیض او دوه ګوني معاملې او د دوو دولتونو د حل لارې پر وړاندې د خنډونو جوړولو په خاطر د غیرې قانوني ښار کوټو د جوړولو د سیاستونو عملي کولو ته دوام ورکوي. اسرائیل پدې خاوره کې د سولې او عدالت پر ځای د بې عدالیتو او ضد ډیموکراټیک لارو څخه د خپل واک د ټینګولو هڅه کوي.
هغه ویلي دي چې د جو بایدن حکومت په نړۍ کې د عدالت او سولې پر بڼسټ ولاړ د یو دریځ او کړنو چانس تر هر وخت ډیر لري. هغه وویل چې د بایدن حکومت باید د منځني ختیځ په اړه په خپلو سیاستونو کې تغیرات رامنځته کړي او د ملکي وګړو نه د دفاع، سولې او عدالت په خاطر باید بې طرفي خپله کړي.
هغه وویل چې امریکا هر کال د اسرائیل سره نږدې ۴ میلیارده ډالره مرسته کوي. اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې امریکا نور د نتنیاهو حکومت او د هغوې د ضد ډیموکراټیک او افراطي کړنو نه ملاتړ نه لاس واخلي.
هغه ویلي دي چې پوره باور لري چې امریکا د اسرائیلي او فلسطیني وګړو د روښانه راتلوونکي د جوړولو په خاطر په مرسته کولو کې ډیر مهم رول لوبوي خو که چیرې امریکا غواړي چې په نړۍ کې د بشري حقونو او عدالت په برخه کې په یو اعتماد وړ غږ باندې بدل شي د سیاسي پلوه که ستونزمند هم وي خو نړۍوالو بشري حقونو نه باید دفاع وکړي. د فلسطین د خلکو د حقونو نه هم باید دفاع وکړي ځکه چې د فلسطین وګړو ژوند هم قیمتي دی