امریکا د اسرائیل نه خپل ۱۲۰ تنه ملکي‌ او پوځي‌ پرسونل وویستل

امریکا د اسرائیل نه خپل یو اندازه پرسونل تخلیه کړل

1639345
امریکا د اسرائیل نه خپل ۱۲۰ تنه ملکي‌ او پوځي‌ پرسونل وویستل

امریکا متحده ایالتونو د  اسرائیل نه  خپل ۱۲۰ تنه ملکي‌‌ او پوځي‌ پرسونل وویستل.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جان کیبري‌ په ورځنۍ خبري‌ غونډه کې وویل چې  پنټاګون تیره ورځ خپل ۱۲۰ تنه ملکي‌‌ او پوځي‌ پرسونل د اسرائیل نه خارج کړل. هغه وویل چې دا پرسونل يي جرمني‌‌ ته انتقال کړی دي.

هغه وویل چې دا پرسونل د اسرائیلي‌ مقاماتو سره د سلامشورې او هماهنګۍ په ترڅ کې ددې هیواد نه خارج کړل.

کیبري‌ زیاته کړه چې چې دا امریکايي پرسونل د کلنیو تطبیقاتو د پلان د کنفرانس په خاطر اسرائیل ته تللي‌ ووو‌ او تمه کیده چې د روانې اونۍ تر پایه خپلې چارې سرته ورسوي‌ خو مونږ ددې پرسونل د تخلیې چارې ګړندۍ کړې.

هغه وویل چې دا پرسونل یواځې او یواځې د اسرائیل سره د کلنیو تطبیقاتو د پلان په کنفرانس کې د ګډون په موخه دې هیواد ته تللي‌ وو.

ویاند ددې پوښتنې په خواب کې چې امریکا په اسرائیل کې څومره سرتیري‌ لري‌  وویل چې امریکا په اسرائیل کې پوځي‌ هډه نلري‌‌ د همدې امله د سرتیرو شمیره يي هم ډیر کمه ده.



اړوند خبرونه