د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لبناني سیاستوال په بندیزونو وګواښل
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر لبنان نه لیدنه وکړه
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لو دریان لبناني مقامات د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره د کړو ژمنو د په نه پر ځای کولو تورن کړل او پدې هیواد کې د نوي حکومت د جوړولو پر وړاندې خنډ رامنځته کوونکي چارواکي پر بندیزونو وګواښل.
لو دریان د ۲۰۲۰ کال د اګست په لسمه نیټه د لبنان د پلازمینې بیروت په ستر بندر کې د چاودنې له امله د لومړي وزیر حسن دیاب د حکومت د استعفا کولو نه وروسته د نوي حکومت د جوړولو پر سر سره نه سلا کیدونکو لبناني مقاماتو سره د لیدنې په موخه بیروت ته سفر کړی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پرون د لبنان د ولسمشر میشل اون او پارلمان رئیس سره د لیدنې نه وروسته پرته د هیڅډول څرګندونو د ماښام په ساعتونو کې په بیروت کې د فرانسې د سفیر په اقامتګاه کې د پخواني لومړي وزیر سعد حریري سره لیدنه وکړه.
فرانسې د بهرنیو چارو وزیر چې په خبري غونډه کې د ګډون نه ډډه وکړه د خپل دې سفر په اړه يي د لبنان دولتي تلویزیون سره لنډه مرکه وکړه.
هغه پدې مرکه کې وویل چې لبناني مقاماتو د ولسمشر ماکرون سره کړې ژمنې ندي پر ځای کړي. لو دریان هغه لبناني سیاستوال چې د حکومت د جوړولو پر وړاندې خنډ جوړوي په تحریمونو وګواښل او وویل چې دا به د لا سختو تحریمونو پيل وي.
هغه وویل چې پدې سفر کې د ولسمشر میشل اون، د پارلمان رئیس بیري او د نوي حکومت په دنده ګمارل شوي لومړي وزیر سعد حریري سره لیدنه وکړه. هغه په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په لبناني مقاماتو په هیواد کې په خپل وخت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د زمینې په برابرولو په خاطر فشار راولي.