په مکسیکو کې د پل د سر نه د ریل ګاډي د تیریدو پر مهال پل ونړید
ېپه مکسیکو کې د یو پل چې په سر يي د ریل ګاډي پټلۍ تیره شوې وه د ریل ګاډې د تیریدو پر مهال ونړید.
د پل د نړېدو له امله ریل ګاډی ګن شمیر واګونونه لاندې ولویدل. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مکسیکو سیټي د ښار ښاروال خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو موټر هم د پل لاندې شوې دی. هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۷۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
ځايي سرچینو ویلي دي چې دا پیښه کې تیره شپه د لسو بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
پیښه د ښار په یو ډیر ګڼه ګوڼه برخه کې رامنځته شوې ده .
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې . ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. همداشان په سیمه کې د پلټنې چارې هم دوام لري.
ښاروال ویلي دي چې د ټپیانو نه د ۷ تنو حالت باریکه دی.
هغه ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې ددې پیښې په قربانیانو کې ماشومان هم شتون لري. هغه دقیقه شمیره ورنکړه.
ویل کیږي دا پل د مځکې نه ۱۶ فوټه لوړ وو.