په بنګلادیش کې د مساپر وړونکې کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په بنګلادیش کې مساپر وړونکې کښتۍ په سیند کې ډوبه شوې ده

1632868
په بنګلادیش کې د مساپر وړونکې کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په بنګلادیش کې د یوې مساپر وړونکې کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بنګلادیش  د مقاماتو په وینا دا پيښه د ماداري پوري په سیمه کې د پادما په سیند کې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي‌ مساپر وړونکې کښتۍ په سیند کې په شګو بار یوې کښتۍ سره د جنګیدو نه وروسته په سیند کې ډوبه شوه.

پدې پيښه کې لږ تر لږه ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ماداري پوري د سیمې پولیسو مشر میراج حسین خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . د ۲۶ نتو مړي‌ موندل شوي‌ دي‌ او ګڼ شمیر کسان لادرکه دي.

پدې پيښه کې یواځې ۵ تنه ژوندي‌ ژغورل شوي‌ دي.

د لا درکه شوو کسانو د موندولو په خاطر د پلټنې چارې دوام لري.


پيوندونه: #کښتۍ , #بنګلادیش

اړوند خبرونه