امریکا لوی درستیز د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته په اړه اندیښنه وښوده

د  امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز ستر جنرال مارک میلي د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته دورې په اړه انديښنه وښوده.

1632525
امریکا لوی درستیز د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته په اړه اندیښنه وښوده

 

هغه وویل چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته کیدای شي‌ چې افغان حکومت د طالبانو په مقابل کې د جدي‌ او ډیرو بدو پایلو سره مخامخ شي.

هغه وویل هو مونږ دا خبره منو چې افغانستان ډیر قوي‌ مجهز او روزل شوي‌ وسله وال ځواکونه لري  خو دا ویلی نشو چې  د نړۍوالو ځواکونو د مرستې پرته د طالبانو  هر ډول بریدونو په شا تنبولو او ددې بریدونو سره د مقابلې لپاره پوره چمتوالی لري.

هغه وویل ګمان کوم چې دلته  ځیني‌ احتمالونه شتون لري. یو احتمال دادی چې کیدای شي‌ چې په واقعیت سره یو ډیر ډرامتیکو او بدو پایلو سره مخامخ شو . بل احتمال دادی چې کیدای شي‌ پوځ د حکومت سره یو ځای ددې ټولو ستونزو سره ښه مقابله وکړي.

دا دواړه احتمالونه دي چې په نتیجه يي اوسمهال مونږ پوهیدلی نشو. وخت به مونږ ته هر څه په ډاګه کړي چې څه کیږي.

هغه په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځه د سولې په مذاکراتو ډیر ټینګار وکړ. هغه وویل که چیرې خپلمنځني‌ مذاکرات وشي‌ او بریالي‌ شي‌ کیدای شي‌ چې دا ستونزې او یا د کتلوي کورنۍ جګړې مخه ونیول شي.

هغه وویل چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو نه وروسته دورې په اړه اندیښمن دی.

د ویلو ده چې اامریکا متحده ایالتونو  پرون د مې لومړۍ نیټه د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو لړۍ پيل کړه.

امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۰ کال د فبروري‌ په ۲۹ مه نیټه د طالبانو سره د لاسلیک کړي‌ سولې تړون سره د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ نیټې د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو ژمنه کړې وه خو د امریکا نوي‌ ولسمشر جو بایدن بیا دا نیټه لږه وځنډوله.

هغه د افغانستان نه په بشپړه توګه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستو نیټه د سپټمبر ۱۱ نیټه اعلان کړه.

هغه وویل چې د مې په لومړۍ نیټې به د عسکرو په ویستو پيل وکړي‌ او دا لړۍ به د سپټمبر په ۱۱ مه نیټه بشپړ شي.



اړوند خبرونه