قیرغیزستان په هیواد کې دوه ورځې ملي‌ ماتم اعلان کړ

د قیرغیزستان او تاجکستان په پوله کې د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه په نښتو کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1631995
قیرغیزستان په هیواد کې دوه ورځې ملي‌ ماتم اعلان کړ

 

قیرغیزستان پدې نښتو کې د وژل شوو سرتیرو په خاطر په هیواد کې دوه ورځې ملي‌ ماتم اعلان کړ.

د قیرغیزستان ولسمشر صدر جباروف پدې نښتو کې د وژل شوو امنیتي‌ ځواکونو په خاطر په هیواد کې د مې لومړۍ او دویمه نیټه ملي ماتم اعلان کړ.

د ویلو ده چې د اپریل په ۲۹ مه نیټه د قیرغیزستان او تاجکستان په پوله کې د اوبو د یوې شبکې د ویش په مسئله کې د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ترمنځه نښته پيل شوه.

پدې نښته کې د قیرغیزستان ۳۱ تنو امنیتي‌ ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان پداسې حال کې چې تاجکستان په رسمي‌ توګه خپلو ځاني‌ تلفاتو شمیره اعلان کړې نده خو تاجکستان رسنیو پدې نښتو کې د ۸ تنو د وژل کیدو او تر ۹۰ تنو د ډیرو کسانو د ټپي‌ کیو نه خبر ورکړی دی.

همداشان پدې سیمه کې چې نښته شوې ده تر ۱۰۰ تنو ډیر ملکي‌ وګړي‌ تخلیه او نورو خوندي‌ سیمو ته د انتقالیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د قیرغیزستان ولسمشر صدر جباروف ددې پيښې نه وروسته تیره ورځ د تاجکستان د ولسمشر الهام علي‌ رحمان سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د دواړو حکومتونو د پولو د معلومولو هیتانو د مې په لومړۍ نیټه د قیرغیزستان د باتکین په سیمه کې د غونډې په اړه تفاهم وکړ.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د قیرغیزستان او تاجکستان په پوله کې د اوبو د شبکو د ویش پر سر د دواړو هیوادونو په پوله کې د پرتو خلکو ترمنځه نښته وشوه چې وروسته دا نښته د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه په وسله والې نښتې واوښته.

د نښتې نه وروسته د دوړاو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اوربند پریکړه وکړه. اوربند د اپریل د ۲۹ مې نیټې د شپې په ۸ بجو نافذ شو.

د اوربند نه وروسته د دواړو هیوادونو پوله ساتي‌ ځواکونه پخواني‌ حالت ته وګرځیدل.



اړوند خبرونه