د روغتیا نړۍوال سازمان د مدرنا په نامه د کرونا ویروس واکسین ته د عاجلې استفادې اجازه ورکړه

د روغتیا نړۍوال سازمان د( مدرنا  ) په نامه د کرونا ویروس واکسین ته د عاجلې استفادې په خاطر اجازه ورکړه.

1632019
د روغتیا نړۍوال سازمان د مدرنا په نامه د کرونا ویروس واکسین ته د عاجلې استفادې اجازه ورکړه

 

د ویلو ده چې د مدرنا واکسین پنځم واکسین شو چې د روغتیا نړۍوال  سازمان نه د عاجلې استفادې اجازه ترلاسه کوي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان لخوا واکسین ته د بیړنۍ استفادې اجازه هیوادونو ته د کووید ۱۹ واکسین د واردولو او ددې هیوادونو د اداراتو لخوا واکسین استفادې ته د اجازې ورکولو سره مرسته کوي.

د ویلو ده چې د امریکا د غلې او درملو ادارې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۱۸ مه نيټه  مدرنا واکسین ته د عاجلې استفادې اجازه ورکړه.

همداشان اروپا هم  د ۲۰۲۱ کال د جنوري‌ په ۶ مه نيټه په ټوله اروپا کې ددې واکسین استفادې ته اجازه ورکړه.



اړوند خبرونه