امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو په ویستو پيل وکړ

امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو او تجهیزاتو په ویستو پيل وکړ

1631053
امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو په ویستو پيل وکړ

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نه د خپلو ځواکونو په ویستو پيل وکړ.

د امریکا د دفاع وزارت یو تن چارواکي‌ د افغانستان نه د امریکايي سرتیرو د وتو د لړۍ د پيلیدو نه خبر ورکړ.

د پنټاګون دې چارواکي‌  وویل چې د ځواکونو د وتو لړۍ پيل شوه خو البته چې دا  لا پیل دی.

تر اوسه پورې ډیر زیات ځواکونه او تجهیزات ویستل شوي‌ ندي خو پر وتو پيل شوی دی.

دې چارواکي‌ د دقیق رقم ورکولو نه ډډه وکړه خو وویل چې د سلو تنو په شاوخوا کې ملکي‌ او پوځي‌ پرسونل او بعضې تجهیزات ویستل شوي‌ دي.

هغه وویل چې د وتو کسانو په منځ کې د پنټاګون او بهرنیو چارو وزارتونو ملکي‌ پرسونل او قراردادي‌ پرسونل هم شتون لري.

امریکا متحده ایالتونو پخواني‌ ولسمشر دونلد ټرمپ‌ د ۲۰۲۰ کال د فبروري‌ په ۲۹ مه نیټه د طالبانو سره د سولې  د تړون په لاسلیکولو سره د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ نیټې د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو ژمنه کړې وه خو ولسمشر بایدن بیا دا نیټه لږه وځنډوله او د ټولو ځواکونو د ویستو نیټه يي د سپټمبر ۱۱ مه نيټه اعلان کړه.

بایدن وویل چې د مې په لومړۍ نیټې به د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په ویستو پيل وشي‌ او دا بهیر به د سپټمبر تر ۱۱ نیټې بشپړ کړي.

بایدن تیره ورځ کانګرس ته په وینا کې هم ددې خبرې په ټینګار وویل چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو کور ته د راستنیدو وخت رارسیدلی دی.



اړوند خبرونه