د تاجکستان او قیرغیزستان د پوله ساتو ترمنځه نښته شوې ده

د تاجکستان او قیرغیزستان د پوله ساتو ترمنځه په نښتو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1631527
د تاجکستان او قیرغیزستان د پوله ساتو ترمنځه نښته شوې ده

د قیرغیزستان او تاجکستان  د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۱۶۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د دواړو هیوادونو په پوله کې د موجودې د اوبو د شبکې پر سر د رامنځته شوي‌ اختلاف له امله نښته رامنځته شوه.

د ویلو ده چې نښتې د تیرې چارشنبې پر ورځ په پوله کې د اوبو د یوې شبکې د څار په خاطر د امنیتي‌ کمرو د نصبولو نه وروسته پيل شوې.

سره ددې چې دواړو خواوو اوربند وکړ او د سیمې نه خپل ځواکونه شاته کړل خو بیا هم وخت نا وخته نښتې کیږي.

پداسې حال کې چې قیرغیزستان پدې نښته کې خپل ځاني‌ تلفاتو شمیره اعلان کړې ده  تاجکستان تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي.

د قیرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د ټولنیزې مډیا له لارې د قیرغیزستان په خلکو د اعتدال غږ کړی دی. هغه ویلي‌ دي‌ چې د قیرغیزستان د ټولو وګړو او په ځانګړې توګه سیاسي‌ ځواکونو او رسنیو نه د اعتدال غوښتنه کوم. ددوې نه هیله کوم چې هیڅډول پارونکو څرګندونو باندې تحریک نشي او دښمنۍ او اختلافاتو د رامنځته کولو نه ډډه وکړي.

د بله پلوه ویل کیږي‌ چې په سیمه کې ۸۰۰ تنه  قیرغیزستان وګړي‌ خوندي‌ سیمو ته انتقال شوي‌ دي.



اړوند خبرونه