د قبرس د مسئلې په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي‌ مهمې څرګندونې

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د قبرس د مسئلې په اړه په جینیوا کې د غیرې رسمي‌ کنفرانس نه وروسته مهمې څرګندونې وکړې.

1630729
د قبرس د مسئلې په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي‌ مهمې څرګندونې

 

هغه وویل چې د قبرس په اړه په جینیوا کې  په جوړ شوي‌ غیرې رسمي‌ کنفرانس کې مو د رسمي‌ لیدونو کتنو په اړه  په نتیجه ونه رسیدو.

د قبرس د مسئلې په اړه په جینیوا کې د شمالي‌ او سویلي‌ قبرس د ضمانت کوونکو هیوادونو ترکیې، یونان او انګلستان په ګډون د پنځه جمع ملګري‌ ملتونو غیرې رسمي‌ کنفرانس په وروستۍ ورځې د ملګروملتونو مشر انتونیو ګوتریش مهمې څرګندونې وکړې.

هغه وویل د قبرس د ستونزې د حل لپاره مو د رسمي‌ مذاکراتو د پیلولو لپاره ګډې نتیجې ته ونه رسیدو. هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو د دوام او مثبتې نتیجې د ترلاسه کولو په خاطر  به  د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړو.

د ویلو ده چې د قبرس د مسئلې په اړه د ملګروملتونو په کوربه توب پدې غیرې رسمي‌ کنفرانس کې د شمالي‌ قبرس ترکي‌ جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار،  د سویلي‌ قبرس ادارې مشر نیکوس اناستاسیادیس ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندایس او د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر دومینک راب ګډون کړی وو.

د ملګروملتونو سرمنشي‌ د کنفرانس په دویمې ورځې د غونډې نه وروسته د ګډون کوونکو په ویاړ د ماښام میلمستیا جوړه کړې وه.

د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار د قبرس د ستونزې د دایمي‌‌ حل لپاره د ملګروملتونو سرمشي‌ ګوتریش ته یو شپږ ماده يي وړندیز ورکړ.

هغه پدې وړاندیز کې د قبرس د ترک پلو ټول غوښتنې یوه یوه لیکلې وه.

هغه ویلي‌ وو د قبرس په اړه به هیڅ داسې تړون چې د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د ملي‌ حاکمیت حقونه پکې خوندي‌ شوي‌ نوي‌ او مساوي‌ حق او حقوق ورته ورکړ شوي‌ نوي‌ لاسلیک نکړي. هغه د دوو مساوي‌ حقونو نه برښمند دولتونو د حل لارې غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه