امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیلیدل یوه احتمالي سناریو ده
د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مهمې څرګندونې
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته کورنۍ جګړه احتمالي سناریو ده خو افغانان جګړه نه غواړي.
بلینکن دا څرګندونې د سي ان ان تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. هغه
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو نه وروسته له سره د کورنۍ جګړې د پيلیدو احتمال شتون لري او که نه؟ داسې وویل ، هو د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو نه وروسته کورنۍ جګړه احتمالي سناریو ده خو په افغانستان کې هیڅوک جګړه نه غواړي.
بلینکن د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د نیو هیمپ شایر سناتور جین شاهین ویلي دي چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو نه وروسته به ددې تشې نه په استفادې سره طالبانو یو ځل بیا هیواد ونیسي. تاسې پدې اړه څه وایاست؟ داسې وویل ، دا البته چې احتمالي سناریو ده خو په افغانستان کې هیڅوک د جګړې پلوي ندي. افغان حکومت جګړه نه غواړي، افغانان جګړه نه غواړي او ګمان نه کوم چې طالبان هم جګړه وغواړي.
همداشان د افغانستان ګاونډیا هم پدې هیواد کې د جګړې ادامه نه غواړي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو او امریکايي ځواکونو وتل ددې په معنا ندي چې دې هیواد سره به زمونږ اړیکې پرې شي. برعکس د کابل سره به لا هر اړخیزې او ژورې همکارۍ پيل شي.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی