د اوکرین د ګرځندوی وزیر: د ترکیې د تجربو نه به په خپل هیواد کې ګټه اوچته کړو

د اوکراین د کولتور او معلوماتو وزیر اولکساندر  ټاکچینکو وویل چې د ګرځندوی په سکتور کې غواړو د ترکیې تجربو نه ګټه پورته کړو.

1629936
د اوکرین د ګرځندوی وزیر: د ترکیې د تجربو نه به په خپل هیواد کې ګټه اوچته کړو

 

هغه وویل چې د خوندي‌ ګرځندوی سکتور په برخه کې به د ترکیې تحربې زده او په هیواد کې به يي عملي‌ کړو.

اوکرایني‌ وزیر  چې اوکرایني‌ ګرځندویانو د حقونو او خوندي‌ ګرځندوی  په غونډه کې د ګډون په موخه د ترکیې د انتالیا ولایت ته راغلی دی په ترکیه کې د خوندي‌ ګرځندوی د سند پروګرام د چارو په اړه پوره معلومات واخیستل.

اوکرایني‌ وزیر او ورسره مل هئیت د اسپندوس لرغوني‌ ښار نه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې ډیره ګټوره غونډه وه.

هغه وویل چې پدې غونډه کې په ترکیه کې د ګرځندوی په برخه کې د نیول شوو تدابیرو نه لیدنه وکړه .

هغه د خوندي‌ ګرځندوی د سند پروګرام په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ډیر مهم او ښه پروګرام دی. مونږ هم غواړو چې پدې برخه کې د ترکیې د تجربو نه استفاده وکړو او د ترکیې لخوا ترلاسه شوې تجربې په خپل هیواد کې هم عملي‌ کړو.

هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې د کرونا ویروس واکسین پرورګرام هم د ګرځندوی د سکتور لپاره ځانګړی اهمیت لري. په خانګړې توګه د ګرځندوی د سکتور کارکوونکو واکسین کول د ټولو لپاره یو ښه بیلګه ده او ټول باید د ترکیې د دې تجربې نه استفاده وکړي.

هغه وویل دا خبره پخپله ټولو ته ډاډ ورکوي. د ګرځندوی د سکتور د کارکوونکو د واکسینیدو سره به د هر چا مخکې د اوکراین ته ترکیې ته لا زیات ګرځندویان راشي. ځکه چې هغوې به لا زیات په  جمع خاطر او پرته د هر ډول تشویش او اندیښنې په ډیره خوندي‌ توګه دلته خپله رخصتي‌ تیره کړي.

هغه وویل چې  ترکیې ته د اوکرایني‌ ګرځندویانو د راتګ په خاطر هم کمپاین کوو. پدې کمپاین کې تر ټولو ښه او روښانه مثال زه پخپله یم.

هغه وویل چې مونږ به دلته د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړو. نیول شوو تدابیرو په اړه به ټولو معلومات ورکړو.

هغه وویل چې په خپل هیواد کې به د ترکیې د تجربو نه ګټه پورته کړي.


پيوندونه: #اوکراین , #ترکیه

اړوند خبرونه