په فرانسه کې د وینا ازادي‌ پخپله د خپو لاندې کوي

په فرانسه کې یو تن ترک د ارمني‌ ترهګري‌ سازمان لخوا د شهید کړی شوو ترکي‌ ډیپلوماټانو د عکس د خوښولو له امله له دندې نه استعفا کولو ته اړ ویستل شو.

1629279
په فرانسه کې د وینا ازادي‌ پخپله د خپو لاندې کوي

د فرانسې د ولانس په ښار کې  د ښاروالۍ د مجلس غړی یو تن ترک یاسین یلدرم  د اسالا په نامه د ارمني‌ ترهګري‌ سازمان لخوا د شهید کړی شوو ترکي‌ ډیپلوماټانو  د یادښت په خاطر په ټولنیزه مډیا کې د خپور شوي‌ د یو پيغام د خوښولو له امله د دندې نه استفعا ورکولو ته اړ ویستل شو.

یاسین یلدرم ویلي‌ دي‌ چې  د ورور لخوا په ټولنیزه مډیا کې  د اسالا ترهګري‌ ارمني‌ سازمان لخوا د شهید کړو شوو ترکي‌ ډیپلوماټانو د یادښت په اړه خپور شوي‌ عکس د خوښولو له امله دندې نه استعفا کولو ته اړ ویستل شو.

د هغه په وینا د ارمني‌ ټولنو د شکایتونو او فشارونو له امله د ښاروال نیکولاس داراګون ترینه د استعفا کولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې د فشارونو له امله مجبور شو چې له دندې استعفا وکړي.

ارمني‌ ټولنو تیر کال هم د د ټاکنو پر مهال دده پر خلاف کمپاینونه کړي‌ وو.

د ویلو ده چې د فرانسې پارلمان د ارمني‌ لوبي‌ فعالیتونو د فشارونو له امله په ۲۰۰۱ کال کې د یو قانون د تصویبولو سره د ۱۹۱۵ کلونو پیښې د ارامنه نسل وژنې په توګه په رسمیت وپیژندلې.

همداشان وروسته فرانسې پارلمان د یو بل قانون په تصویبولو سره د ارامنه ادعاګانو نه انکار د جرم په توګه اعلان کړ او د ارامنه ادعاګانو نه انکار کوونکو ته یو کال بند او ۴۵ زره ایرو نقدي‌ جزا وټاکله.

د فرانسې د اساسي‌ قانون محکمې بیا د ډیرو زیاتو غبرګونو او نیوکو نه وروسته دا قانون په هیواد کې د ازادۍ د بیان او بشري‌ حقونو خلاف وباله او ددې قانون د لغوه کولو حکم يي‌ وکړ.


پيوندونه: #فرانسه , #ارمنستان

اړوند خبرونه