ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان له خپلې دندې استعفا وکړه
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان په هیواد کې د ټاکل شوي وخت نه مخکې ترسره کیدو ټولټاکنو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.
پاشینیان د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ولسمشر او هیواد کې د نورو سیاسي ځواکونو ترمنځه د شوي توافق له مخې د جون په ۲۰ مه نیټه د وخت نه مخکې د ټاکنو له امله ما نن د لومړي وزیرۍ د دندې نه استعفا وکړه.
پاشینیان وویل چې ددېنه وروسته به د چارسمبالي په توګه دنده ترسره کړي.
هغه ویلي دي چې په راتلوونکو ټولټاکنو کې به د خپل ګوند ملکي تړون د لومړي وزیر د نوماند په توګه ګډون وکړي.
د ویلو ده چې په ارمنستان کې د قره باغ په جګړه کې د اذربایجان پر وړاندې د سترې ماتې له امله رامنخته شوي سیاسي بحران د کچې د راټیټولو په خاطر د وخت نه مخکې د ټولټاکنو د ترسره کولو پریکړه وشوه.
د ویلو ده چې پاشینیان ددینه وړاندې هم ویلي وو چې د اپریل په میاشت کې به استعفا وکړي. استعفا به د سیاسي فشارونو او اقتدار د پریښودو په خاطر نه بلکې د وخت نه مخکې د ټولټاکنو د ترسره کولو په خاطر وکړي.