مکنزي : امریکا به په راتلوونکې کې په هیڅډول افغانستان ته ځواکونه ونه لیږي

مکنزي : امریکا د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو نه وروسته به پدې هیواد کې خپل عملیات په نورو هیوادونو کې د امریکا د هوايي ځواکونو پر مټ ترسره کړي

1625525
مکنزي : امریکا به په راتلوونکې کې په هیڅډول افغانستان ته ځواکونه ونه لیږي

د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي‌ ځواکونو قومندان ډګرجنرال  کنت اف مکنزي  وویل چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو  د وتو نه وروسته  به پدې هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د جدي‌ ستونزو سره مخامخ شي‌ خو امریکا به بیا هیڅکله هم  دې هیواد ته د اشغال په موخه ځواکونه وانستوي.

هغه دا څرګندونې د استازو مجلس د وسله والو ځواکونو په کمیټه کې د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وکړې. هغه دلته د پوښتنو په ځواب کې وویل چې په راتلوونکې کې د امریکا لخوا یو ځل بیا افغانستان ته د وسله والو ځواکونو استول حتا د بحث وړ خبره هم نده.

مکنزي زیاته کړه چې په راتلوونکې کې به په هیڅډول شرایطو افغانستان ته د اشغال په موخه ځواکونه ونه لیږي. ددینه وروسته که چیرې څوک پر مونږ هوډ  او نیت وکړي‌ هغه به تثبیت او لازم اقدامات به ترسره کړو.

هغه وویل چې زه نه غواړم چې دا خبره د یوې ډیرې اسانه او ساده مسئلې په توګه وښایم  خو ډیره اسانه خبره نده اما ناممکنه هم نده.

هغه وویل چې امریکا به ددینه وروسته په افغانستان کې خپل عملیات ډیری د نورو په نورو هیوادونو کې د امریکا د هوايي ځواکونو لخوا ترسره کړو.



اړوند خبرونه