د جورج فلویډ د دعوا په اړه محکمې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه

په امریکا کې د پولیسو لخوا د نظارت لاندې د نیول کیدو پر مهال د وژل شوي‌ جورج فلویډ د دعوا په اړه وروستۍ پریکړه وکړه

1625199
د جورج فلویډ د دعوا په اړه محکمې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه

په امریکا کې محکمې د پولیسو لخوا په ډیره بې رحمۍ سره د وژل شوي‌ تور پوستي‌ جورج فلویډ د دعوا په اړه وروستۍ پریکړه وکړه.

محکمې د جورج فلویډ د دعوا په اړه په خپل حکم کې هغه پولیس چې جورج فلویډ د مرګ لامل ګرځیدلی وو په جنایت تورن کړ.

محکمې هغه پولیس چې جورج فلویډ يي د نظارت لاندې د نیولو پر مهال د هغه په ستوني‌ يي خپله ایښې وه او د هغه د وژل کیدو لامل ګرځیدلی د جنایت په ترسره کولو تورن کړ.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د محکمې د پریکړې نه وروسته ددې پیښې نه په رڼا ور‌ځ د رڼو سترګو سره د ترسره شوي‌ یو جنایت په توګه یادونه کړې ده .

بایدن ددې خبرې په ټینګار وویل چې د فلوید مړینې په امریکا کې د ۱۹۶۰ کلونو نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره پدې کچه سترو او هر اړخیزو مظاهرو او لاریونونو ته لار هواره کړې ده.

هغه وویل چې د فلویډ وژنه په رڼا ورځ کې او په رڼو سترګو د ترسره شوي‌ یو جنایت په توګه یادونه وکړه.

بایدن وویل چې د فلوید پیښې د امریکا سربیره په ټوله نړۍ کې د سیستماتیک  تبعیض او توکم پالنۍ په برخه کې  د خلکو په سترګو راښکته شوې پردې لرې کړې.

هغه وویل چې سیستماتیک تبعیض او توکمپالنه د امریکا په شان او روح باندې پورې شوې یوه توره لکه ده.

بایدن د محکمې د پریکړې نه د یوې ډیرې پر ځای پریکړې په توګه یادونه وکړه او زیاته کړه چې په امریکا کې هیڅوک د قانون نه لوړ ندی. دا زمونږ لپاره یو ډیر ښکاره پيغام دی خو دا هم کافي‌ ندی.

بایدن وویل د فلویډ د وژنې د پیښې نه دادې څه باندې یو کال تیریږي. هغه د کانګرس باید د پولیسو په اړه چې تل د تور پوستو پر وړاندې د شدت او تاترخوالي‌ نه کار اخلي‌ د لازمو اصلاحاتو غوښتننه وکړه. هغه وویل چې کانګرس باید  پدې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.



اړوند خبرونه