ولسمشر اردوغان د بلغاریا د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د بلغاریا د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلغاریا د لومړي وزیر بویکو بوریسوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د بلغاریا لومړي وزیر ته پدې هیواد کې په تیرو ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله.
د ویلو ده چې د بلغاریا د لومړي وزیر په مشرۍ بلغاریا کې د اروپا د توسعې لپاره وګړي ګوند په غوڅ اکثریت سره ټاکنې وګټلې .
ولسمشر اردوغان د بلغاریا د لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په بلغاریا کې د بوریسیف په مشرۍ د حکومت په دوره کې اقتصادي وده او استقرارا رامنځته شوی دی. ددې په هیله چې دا نوم هیواد ددې هیواد لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي.
د ویلو ده چې په بلغاریا کې د اپریل په څلورمه نیټه پارلماني ټاکنې شوې وې چې د لومړي وزیر په مشرۍ ګوند کې پکې ستر بری ترلاسه کړ.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی