د مسکو او واشنګټن ترمنځه په اړیکو کې نوی پرمختګ رامنځته شوی

په مسکو کې د امریکا سفیر د سلامشورو په موخه واشنګټن ته ځي

1624870
د مسکو او واشنګټن ترمنځه په اړیکو کې نوی پرمختګ رامنځته شوی

د امریکا او روسېې ترمنځه په اړیکو کې نوی پرمختګ رامنځته شوی دی.

په مسکو کې د امریکا سفیر د سلا مشورو په موخه واشنګټن ځي.

د رویټرز خبري‌ اژانس د خبر له مخې  په روسیه کې د امریکا لوی سفیر جان سولیوان د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د توصیې په اساس د سلامشورو په موخه په روانه اونۍ کې واشنګټن ته ستنیږي.

په مسکو کې د واشنګټن سفیر د امریکا د ولسمشر جو بایدن او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځه د احتمالي‌ لیدنې او غونډې نه مخکې د یو څو اونیو په دننه کې بیرته مسکو ته راستنیږي.



اړوند خبرونه