د چاد هیواد نوی ټاکل شوی ولسمشر ادریس دبي ومړ.
د چاد نوی ټاکل شوی ولسمشر د ټپي کیدو نه وروسته ومړ
د چاد ملي راډیو د خبر له مخې نوی ټاکل شوی ولسمشر ادریس دبی سخت ټپي شوی وو چې د ټپونو له امله يي ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې د ادریس دبي په چاد کې د شپږم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې چې لومړنۍ پایلې د دوشنبې پر ورځ اعلان شوې.
د ویلو ده چې هغه د دولت د مخالفو ډلو سره د جګړې په لومړۍ کرښه ټپي شوی وو.
د چاد پوځ اعلان کړی وو چې د دولت مخالفو وسله والو ډلو ته چې د پلازمینې نداژنا پر لورې پرمختګ کولو ماته ورکړې او د هغوې پرمختګ مخه يي نیولې ده .
د چاد ۶۸ کلن ولسمشر ادریس دبی چې د ۱۹۹۰ کال د پاڅون په نتیجه کې واک ته رسیدلی وو د شپږم پرله پسې ډول سره د هیواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د روانې اپریل میاشتې په ۱۱ مه نیټه په چاد کې په ترسره شوو ټاکنو کې د ۷۹ عشاریه ۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
هغه د ملي ازادۍ د غورځنګ ګوند مشري په غاړه درلوده.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی